Shopping cart

Subtotal: $4398.00

View cart Checkout

shape
shape

Publication Department

Publication Department

 نشراتو آمریت

مسلم د لوړو زده کړو مؤسسه د نشراتو لپاره په خپل تشکیل کې ځانګړی آمریت لري، چې د پوهنتون اړوند د ټولو نشراتو او خپرونو مسؤلیت په غاړه لري.

همدارنګه د نشراتو آمریت د مسلم علمي او څیړنیزه مجلې په نوم روغتیایې، اروایې، کلتوري او ټولنیزه مجله هم خپروي، چې په دې وروستیو کې یې څو ټوکه بیلابیل د پوهنتون تدریسي نصاب کتابونه هم چاپ کړي او څه هم ترچاپ لاندې دي. چې د هغې ډلې د لاندې کتابونو څخه یادونه کولای شو:

·         د ټټر جراحي

·         اسلامي نړۍ لید

·         منوګراف لیکنه

مسلم د لوړو زده کړو مؤسسې د نشراتو آمریت د مسلم لوړو زده کړو مؤسسې د ممتازو زده کړیالانو لپاره ستایغونډې جوړوې او د پوهنتون له خوا د هر سمسټر په پایله کې د سمسټر ممتاز محصلان د یوې غونډې په ترڅ کې نمانځې او دوی ته ستاینلیکونه او نورې ډالۍ ورکول کیږي. همداشان د استادانو د درناوې او ستاینې غونډې او د نورو ملي ورځو د لمانځغوڼدو د سمون او ترتیب مسؤلیت په غاړه لري.

 

مسلم د لوړو زده کړو مؤسسې د نشراتو آمریت موخې:

·         د طباعي او نشراتي معیارونو د لوړولو لپاره هڅه کول.

·         د دوام لرونکو نشراتي چوپړونو وړاندې کول، د نشراتو او چاپ برخې کارکوونکو ته د تکنیکي او ترتیب شوو زده کړو وړاندې کول.

 

مسلم د لوړو زده کړو مؤسسې د نشراتو آمریت د دندو لایحه:

·         مسلم د لوړو زده کړو مؤسسې د ټولو پوهنځیو او ادارو د نشراتو برخې اړتیاوو پوره کول.

·         د مقالو، درسي کتابونو او لیکنو راټولول د نشراتو او ارزیابۍ کمیټو لپاره او د مسلم لوړو زده کړو مؤسسې د مجلې ویشل د مسلم لوړو زده کړو مؤسسې په دننه او بهر کې.

·         د علمي مقالو، څیړنو او نشراتو لپاره د ارزیابۍ کمیټو جوړول.

·         په مسلم علمي او څیړنیزه مجله کې د علمي او څیړنیزو مقالو خپرول.

·         د کتابونو، لکچرنوټونو، کارتونو او نورو اسنادو چاپول.

·         د مسلم لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کې د غونډو، سمینارونو او ورکشاپونو رامنځته کول.

·         د نشراتو د پرمختګ او پراختیا په چارو کې د اوږدمهاله کار ترسره کول.

·         او د نورو هغو کارونو ترسره کول چې د مسلم لوړو زده کړو مؤسسې د مشر لخوا سپارل کیږي.

 

مسلم د لوړو زده کړو مؤسسې چوپړونه:

 

·         په سلګونو بیلابیلو کتابونو سمبال کتابتون

·         د زده کړیالانو د لا پیاوړتیا او فکري ودې لپاره وړیا انټرنیټ

·         په عصري وسایلو او ټکنالوژۍ سمبال لابراتوارونه (کیمیا، بیولوژي، اناټومي، فزیک، بیوشیمي، فارمسیتیک، فارمسی شیمیک، تکسوکولوژي، پرازیتولوژي، مایکروبیولوژي، فارمکولوژي، ایمونو لوژي، فارمکوکنوزي، بوتاني او داسي نور).

·         د ستوماتولوژۍ پوهنځي لپاره په عصري وسایلو سمبال کلینیک.

·         په مسلم لوړو زده کړو مؤسسه کې د فوتوکاپۍ اسانتیاوو شتون.

·         په مسلم لوړو زده کړو مؤسسې ودانۍ کې د کانتین شتون.

·         په قضاء او څارنوالۍ څانګه کې د حقوقو محصلینو لپاره د تمثیلي محکمي جوړولو اسانتیا.

·         د زده کړیالانو د عملي کار لپاره تدریسي کدري روغتون او درملتون

·         د کال او سمسټرونو په پای کې اول نمره او تکړه زده کړیالانو ته مډالونه، نغدې پیسې او ډالۍ ورکول.

·         شمله تر عنوان لاندې د نشراتو آمریت په تشکیل کې د فعاله راډیو لرل.

·         شمله راډیو د غزني ولایت سربیره په (۵) ولایاتو کې نشرات لري چې د زده کړیز بهیر د لا پیاوړتیا په موخه بیلابیلي تعلمي او تحصلي خپرونې وړاندې کوي.

·         له څلور ګونو پوهنځیو څخه په اونۍ کې د دوو خپرونو ثبت او نشر

·         د تعلمي پروګرامونو د تقوي په پار د ښوونځیو له زده کوونکیو سره په اونۍ کې دوه خپرونې ثبت او نشرول.

Image Image