Shopping cart

Subtotal: $4398.00

View cart Checkout

shape
shape

د رئیس پیغام

د رئیس پیغام

د مسلم پوهنتون د رئیس پیغام..!

نننۍ نړۍ، چې د کلي حیثیت یې خپل کړی او  زموږ هېواد یې د یوه کور په شان برخه ده، ښوونې، روزنې، لوړو زده کړو او تخصصي زده کړو ته ډېره او شدیده اړتیا لري. په دې کلي کې بې ټکنالوژي ژوند ناممکن دی، چې ټکنالوژي ته هم د علم پر مټ رسېدلی شو او بس.

ځکه خو مسلم پوهنتون مشرتابه په خپل ټول توان سره هڅه وکړه، چې مسلم پوهنتون دې فعال ویب سایټ ولري، څو خپلې لاسته راوړنې او تحقیقات له همدې لارې له خلکو سره شریکې کړي. الحمدالله د ویب سایټ برخه کې ستونزې هوارې شوې او دا دی یو ځل بیا فعال شو. د لوړو زده کړو وزارت له ای ټي برخې څخه مو هیله ده، چې د بیا ځل لپاره د علمي مراکزو ویب سایټونو سره له دې حده زیات احتیاط وشي، څو ټول تحصيلي مؤسیسات او پوهنتونونه پکې خپل مالومات خلکو ته ورسولی شي.

د افغانستان حکومت هم باید د نړیوالو او بین المللي تعهداتو پر اساس د خپل هېواد خلکو ته د زده کړې او پرمختللو علومو، نویو او مهمو بحثونو د زده کړې او لاس رسي لپاره زمینه برابره کړي.

په همدې اساس د افغانستان اسلامي امارت قانون حکم کوي، چې دولت دې د لوړو زده کړو لپاره عمومي او تخصصي پوهنتونونه جوړې کړي او په همدې قانون کې د زده کړې د پراختیا په اړه تاکید شوی دی.

نوموړو موخې ته د رسېدو لپاره د لوړو زده کړو وزارت ته پکار ده، چې د پوهنتونو د ښه والي او اعتدال لپاره داسې ميکانيزمونه برابر کړي، چې ورسره د پوهنتونونو کیفیت لوړ شي. همدارنګه د افغانستان د ملي پراختیا ستراتیژي (ANDS( د افغانانو لپاره د با کیفیته لوړو زده کړو په برخه کې ټینګار کړی دی .

د مسلم پوهنتون اداره هم  کوښښ کوي، چې د لوړو زده کړو دا نهاد دې ټولو هغو اړتیاوو ته ځواب ووايي، چې د افغانستان د پرمختګ سبب کېږي. د لوړو زده کړو په پالیسي او پلان کې دا مسایل خوندي شوي دي، نو د مسلم پوهنتون ستراتیژیک پلان هم د همدې پالیسي په اساس جوړشوی، څو وکولای شي عامه سوکالي رامنځ ته کړي،  ټولو ملي ارزښتونو ته  پابند واوسي او په نړیواله کچه ښه اعتبار او ځای ځپل کړي.

زمونږ دنده او مسؤلیت په دې اړه دا دی، چې ټولو هغو کسانو ته، چې د لوړو زده کړو په شرایطو برابر وي د زده کړې او تحقیق زمینه برابره کړو، څو په هېواد کې د روښانه راتلونکي لپاره وړ، مسلکي او باتجربه کادرونه ولرو او له نننیو ټولو ستونزو پاک افغانستان ته ورسېږو.

په مسلم پوهنتون کې به زموږ  ډېره توجه په راروان او راتلونکو کلونو کې د کیفیت برخې ته وي، چې موږ د نړیوالو پوهنتونونو له معیارونو سره برابرې زده کړې تر خپل ځوان نسل پورې ورسوو. همدې موخې ته د رسېدو لپاره په ټولو هېوادوالو، ملي تاجرانو او حکومت غږ کوم، چې په دې برخه کې زموږ ملاتړ وکړي، څو په نړیوالو معیارونو برابر او د نړیوال باور خاوند کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړو.

د قلم له خاوندانو، د پوهنتون له استادانو او درنو محصلانو څخه مو هیله دا ده، چې د لوړو زده کړو اړوند او علمي مسایل راسره شریک کړئ، څو دا ویب سایټ لا غني شي او پوهنتونونه مو هم ورسره پرمختللي شي.

 

حضرت شاه ویاند

 د مسلم پوهنتون رئیس

Image Image