د یو ملت بقا او سرلوړي د هغه په کلتوري بقا او علمي بډاینه کې نغښتې ده. د ملي، کلتوري ارزښتونو خوندیتوب، بډاینه او بقا د ملتونو په ویښتابه، تحرک، لوړ ملي شعور له خپلو دینې او ملي ارزښتونو سره د پوره اشنايي له کچې سره مستقماً متناسب دی. پوهنتونونه، په ټوله کې د زده کړو، نیمه لوړو زده کړو او لوړو زده کړو بنسټونه باید هڅه وکړي، چې له یوې خوا خپل کریکولم او تحصيلي نظام له نړیوالو منل شویو علمي معیارونوسره هم غږی کړي له بلې خوا د خپلې ټولنې تاریخي، فرهنګي، دیني، ټولنيزو او ملي ارزښتونو سره د محصلینو د پوره بلدتیا په موخه د خپل تحصيلي نظام په اډانه کې داسې رغنده لارې چارې په پوره ځیرکتيا او نوښت په څرګندو کرښو کې تر سیم کړي، چې د وخت غوښتنې او اړتیاوې ځواب کړي. پورته څرګندونو ته په کتو سره له ګڼو سلا مشورو وروسته مسلم پوهنتون، چې کریکولم او تحصيلي نظام يي له نړیوالو اصولو او معیارونو څخه د پوره اغېزمنتوب ترڅنګ د ټولنې د عینی شرایطو، واقعیتونو او علمي هیلو او اړتیاوو د انعکاس هېنداره ګڼل کېږي؛ د اسلامي تمدن په پلازمېنه (غزني) کې بنسټ کېښودل شو. یاد نهاد، چې د هېواد نافده قوانینو د احکامو په رڼا کې د لوړو زده کړو محترم وزارت، د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو او پوهنتونونو محترم ریاست په مستقیمه لارښوونه د 1394 لمریز کال د جوزا میاشتې په (31) مه نېټه د پرلپسې (112) او د ثبت (485)یمې ګڼې پر اساس د یو علمي ـ تحصیلي نهاد په توګه رسماً د څلورو پوهنځيو په لرلو سره خپل فعالیت پيل کړ، چې موخه یې؛ د سیمې او هېواد د ځوان نسل لپاره د لوړو زده کړو زمينه برابرول او د هېواد د پرمختګ، هوساینې او ځان بساینې لپاره تخصصي، مسلکي او علمي کادرونو روزل او وړاندې کول دي، څو په بېلابېلو برخو کې مهارتونه زده کړي او د هېواد علمي او اقتصادي زېربنا پیاوړي کړي. د پوهنتون رهبري تل هڅه کړې، څو يادو موخو ته د رسېدو لپاره په ملي او نړیوالو معيارونو او د کار بازار ته په کتلو سره تحصیلي نصاب چمتو کړي او د متخصص او مسلکي کادرونو په ګمارلو، معياري زده کړې وړاندې کړي.
مسلم پوهنتون د معياري تشکیل په درلودلو سره خپلې ټولې چارې د رياست مقام تر چتر لاندې د دری ګونو معاونيتونو، څلورګونو پوهنځيو او يو شمېر امريتونو او مديريتونو له لوري پر مخ وړي.
رياست مقام د پوهنتون لوړه علمي او اداري مرجع ده، چې د ټولو علمي، اداري او څېړنیزو فعالیتونو د عملي کېدو څارنه کوي. د تحصيلي وضعيت ښه والي او پراختیا، په ملي او نړیواله کچه له نورو پوهنتونو او علمي بنسټونو سره د اړیکو ټينگښت، له قانون سره سم د علمي او څېړنيزو تړونونو لاسلیک او نورې چارې، چې قانون يې ورسپاري، ترسره کوي.