Project Description

د کندهار پوهنتون له بېلابېلو پوهنځيو څخه د غزني ولايت د فارغينو فراغت غونډه !

د مسلم پوهنتون د غونډو تالار کې له کندهار پوهنتون څخه د غزني ولايت فارغ شوومحصلينو خپل فراغت ولمانځه! ياده غونډه چې پکې د مسلم پوهنتون رهبري هيئت د فارغينو والدينو، علمايي کرامو، متنفيذينو، سپينږيرو او ځوانانو برخه لرله د قرآن مجيد په مبارکو ايتوسره پيل شوه، ورپسې د هېواد ملي سرود وا ورول شو. د ويناوو په بر خه کې، د کندهار پوهنتون يو تن محصل راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه، او زياته يې کړه، چې سږ کال د کندهار پوهنتون له بېلابېلو پوهنځيو څخه د غزني ولايت نږدې ۱۰۰تنه محصلين فارغان شول، چې په ننۍ فراغت غونډه کې يې ۴۰ تنو برخه اخيستې ده . ورپسې د مسلم پوهنتون علمي مرستيال عبدالله ويديال خبرې وکړې، راغلو مېلمنو ته يې هرکلي وکړ او فارغينو ته يې مبارکي وويله، او زياته يې کړه: په حقيقت کې له علم څخه د فراغت د کلمې استعمال سم او پر ځای کار نه دی بلکې د دې کلمې استعمال شکلي بڼه لري، نو بنا تاسو فارغان شوي نه ياست، خو د تحصيل يوه څلور کلنه دوره مو تر شا پرې اېښې، زه هيله مند يم چې تاسو به نورې زده کړې هم تر سره کړئ، تر څو دې دردېدلي اولس ته د خدمت جوګه شئ. وروسته نورو ويناوالو هم خبرې وکړې او ټولو فارغينو ته يې د مبارکي تر څنګ ځينې لارښوونې وکړې، تر څو ورڅخه فارغين په خپل کاري ژوند کې ګټنه وکړي. غونډه فارغينو ته د ستاينليکونو په وېشلو او دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده .

More To Download[....]

We Are Biggest Investor In Education Sector In Ghazni. We Are in education sector since 2014