Logo News Description


News Description

  • مسلم پوهنتون ۱۴۰۰لمریز کال د وري یا حمل میاشتې ۱۴ مه نیټه( د افغانستان په سیاست کې د اوبو ونډه او مخینه) تر سرلیک لاندې د کمال خان بند اقتصادي، ټولنیز او سیاسي اغېز په اړه یو ورځنی علمي سمینار ترسره کړ یاد سمینار کې دمسلم پوهنتون بنسټګر ښاغلي ډاګټر خیرالدین نثار، علمي چارو مرستیال، اداري او مالي چارو مرستیال، استادانو، اداري کارمندانو او محصلینو برخه درلوده. د سیمينار په پیل کې مسلم پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي حضرت شا ویاند پرانیستي وینا وکړه او د کمال خان بند ترڅنګ یې د افغانستان اوبو د ګټو او اغېزو په اړه خبرې وکړې، ښاغلي ویاند وویل: اوبه نه یوازې د ژوندانه له اساسي اړتیاوو څخه ګڼل کېږي، بلکې د هېوادونو ترمنځ پر اړیکو او بهرنیو سیاستونو هم ښکاره اغېزې لري. افغانستان د روانو اوبو پراخې سرچینې او زېرمې لري چې په هېواد کې دننه په بېلابېلو برخو کې د ګټې اخیستنې لپاره باید په ښه ډول مدیریت شي. هغه یادونه وکړه ، چې ټول هیوادوال باید د خپل تاریخ او جغرافې څخه خبر او خپلو اوبو ته د یو ارزښتمن عنصر په توګه وګوري ، ترڅو راتلونکي نسلونه ترې په اقتصادي وده کې ګټه واخلي. یاد سمینار په څلورو برخو تمرکز درلود د کمال خان بند حقوقي او سیاسي اړخ د کمال خان بند اقتصادي او ټولینز اړخ چې د مسلم پوهنتون حقوقو پوهنځې یو تن استاد عبدالسلام اکسیر ،ذبیح الله حقمل (د افغانستان د اوبو مدیریت او په سیاست کې یې رول) تر نامه لاندې د سمینار برخه وړاندې کړه او د ابو مدیریت په ګټو او سیاست سره یې تړاو په اړه هر اړخیزه رڼا واچوله، نوموړي وویل په افغانستان کې دننه ځینې سیندونه شته ، چې د ټاکلي مسیر د ختمیدو ورسته له هیواد څخه بهر وځي ، چې همدغه اوبه د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو ترمنځ پر اړیکو مستقیمه اغېزه کوي. له دریمه او څلورمه برخه یې د مسلم پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ریس عزت الله تمدن او نصیر احمد مایار،د (کمال خان بند اقتصادي ارزښت او په اقتصادي پراختیا کې د اوبو ونډې) په اړه د سمینار بله برخه چې په اقتصادي اړخ را څرخیده وړاندې کړه او د افغانستان دهریرود مرغاب، د هلمند، سلما ، غزني کې د سردې ، بند سلطان بند ،او همدا رنګه د شمال او د کابل، د اوبو پنځه مهمو حوضو په اړه، چې هره یوه یې ځانګړې تخنیکي، اقتصادي او سیاسي اړخونه لري بیان کړل. له سمینار وروسته د مسلم پوهنتون بنسټګر ښاغلي ډاکټر خیرالدین نثار د سمینار ارزونه وکړه او په ټوله کې یې دغه سمینار مثبت او ګټور وباله، هغه د خپلو خبرو په داوم کې د سمینار له دایروونکو استادانو مننه وکړه، چې د اوبو د مدیریت په تړاو یې اغیزمن سمینار وړاندې کړ په راتلونکي کې یې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د اوبو د ښه مدیریت هیله څرګنده کړه.
    د خپرونو چارو آمریت
    Share To Facebook

We Are Biggest Investor In Education Sector In Ghazni. We Are in education sector since 2014